پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالر مقابله کې تر ټولو ټیټې سطحې ته لوېدلې

د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت د تېرې یوې اوونۍ پر مهال خورا ټیټ شوی دی - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د روپۍ نرخ تر ټولو ټیټې سطحې ته لوېدلی دی.

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې اتحادیې (فارن اېکسچېنج اسوسيېشن اف پاکستان) په حواله لیکلي چې د جولای ۲۱مې پر سهار د یو امریکايي ډالر بیه څه باندې دوه روپۍ نوره وخته او ۲۲۷ روپیو ته ورسېده.

د پاکستان دولتي بانک د جولای پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي ول چې د چارشنبې (شورو) پر ورځ په هغه هېواد کې یو ډالر په څه کم ۲۲۵ روپیو بدلېده.

له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت مسلسل کم شوی دی.

د پاکستان مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د جولای پر ۱۹مه له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي ول چې په هېواد کې "سیاسي ګډوډي" د روپۍ د ارزښت کمېدو لوی لامل دی.

بلخوا د پاکستان بهرنیو اسعارو تبادلې ټولنې مشر ملک بوستان رسنیو ته ویلي دي چې سیاسي ګډوډي او په نړیوال بازار کې د امریکايي ډالر پیاوړي کېدل د روپۍ د ارزښت کمېدو لاملونه دي.

د روپۍ ارزښت پر داسې مهال پرېوتی دی چې مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د جولای پر ۱۷مه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیوپه ضمني انتخاباتو کې ۱۵ څوکۍ وګټلې چې ورسره په هغه صوبه کې د واکمن مسلم لیګ (ن) حکومت کمزوری شو.

له دې پرته د روان کال په پسرلي کې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د هغه وخت د مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو پر مهال هم روپۍ خپل ارزښت په بېساري ډول بایللی وو البته د پاکستان اقتصادي ستونزو له کبله په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې روپۍ په تدریجي ډول کمزورې شوې ده.