د پاکستان او ایران دوه غرختونکې د کې-۲ څوکې ته رسېدلې دي

کې-۲ د نړۍ دویمه لوړه څوکه ده - پخوانی انځور.

د پاکستان او ایران دوه غرختونکې د جولای پر ۲۲مه د قراقرم-۲ (کې-۲) څوکې ته رسېدلې دي.

دوی په نړۍ کې تر ټولو خطرناک بلل کېدونکي غره ته ختونکې لومړۍ ښځې دي. کې-۲ د نړۍ دویمه لوړه څوکه ده. د همالیا غرونو د لړۍ اېورېسټ د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه بلل کېږي. اېورېسټ په نیپال کې دی چې ورته هر کال غرختونکي ورځي. خو د قراقرم غر خطرناک بلل کېږي او هلته په تېرو وختونو کې په یوشمېر پېښو کې غرختونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان، ایسلینډ او چېلې هېوادونو درې غرختونکي کې-۲ ته ورتګ پر مهال وژل شوي ول.

پاکستانۍ غرختونکې ثمینه بېګ ۳۲ کلنه ده او د ګلګت بلتستان د شیمشل کلي اوسېدونکې ده.

د پاکستان غرییزو لوبو ټولنې (الپاین سپورټس کلب) مشر کرار حیدري ویلي دي چې نورې غرختونکې هم د کې-۲ څوکې ته ختلې دي خو بېګ تر هغو څو منټه مخکې ورورسېده.

بل پلو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو لیکنو کې د ایرانۍ غرختونکې پېژندګلوي د افسانه حسامي فرد په نامه شوې.

حیدري زیاته کړې چې افغان غرختونکی علي اکبر سخي د جولای پر ۲۱مه د کې-۲ څوکې ته د ورتګ پر مهال د زړه حملې له وجې ومړ.