حمزه شهباز د پنجاب اعلا وزیر په توګه سوګند پورته کړ

حمزه شهباز تر دې وړاندې د اپریل پر ۱۶مه هم د پنجاب اسمبلۍ لخوا وزیر اعلی ټاکل شوی وو او د اپریل پر ۳۰مه یې د وزیراعلا په توګه سوګند پورته کړی وو.

د مسلم لیګ (نون) ګوند غړي حمزه شهباز د پنجاب صوبې د لومړي وزیر په توګه سوګند پورته کړ.

دا مراسم د پنجاب د والي په ماڼۍ ( ګورنر هاوس ) کې ترسره شول او نوموړي ته د جولای پر ۲۳مه، د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان سوګند ورکړ.

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۲مه، په پنجاب اسمبلۍ کې د صوبې د نوي اعلا وزير د انتخاب لپاره تر رايې اچونې وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز بريالی اعلان شوی وو.

پرون (د جولای پر ۲۲مه) د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيکر دوست محمد مزاري د سپريم کورټ پريکړې په رڼا کې د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) ګډ امېدوار پرويز الهي ته له ورکړل شویو ووټونو څخه د (ق) ليګ لس ووټونه مسترد کړل چې په نتيجه کې يې حمزه شهباز د دريو ووټونو له برترۍ سره د پنجاب اعلا وزير په څوکۍ پاتې شو. د مسلم ليګ (ن) کانديد حمزه شهباز ۱۷۹ او د مسلم (ق) پرويز الهي ۱۸۶ رايې ترلاسه کړې خو د پرويز الهي له ووټونو څخه د لسو ووټونو تر مسترد کېدو وروسته د نوموړي ۱۷۶ رايې پاتې شوې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پنجاب ضمني ټاکنې: د تحريک انصاف بريا واکمن ګوندونه له کومو چیلېنجونو سره مخامخ کړي؟

مرستيال سپيکر د ووټونو تر شمېرنې وروسته اسمبلۍ ته وويل چې هغه ته د مسلم ليګ (ق) مشر چودري شجاعت حسېن په يو خط کې وېلي دي چې هغه په پنجاب اسمبلۍ کې د خپل ګوند ټولو غړو ته ویلي وو چې خپل ووټونه حمزه شهباز ته واچوئ. ډپټي سپيکر وويل چې د دې خط تر راتلو وروسته هغه د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې د مسلم ليګ (ق) هغه ټول ووټونه مسترد کړل چې پروېز الهي ته اچول شوې وو.

د مې په ۱۷مه سپريم کورټ امر کړی وو چې که د اسمبلۍ کوم منحرف شوي غړي د خپلې پارټۍ د پاليسۍ خلاف ووټ واچولو نو دغه ووټ به نه شمېرل کيږي. بلخوا د پاکستان تحريک انصاف پلويانو د ډپټي سپیکر د يادې پريکړې خلاف د کراچۍ په ګډون د ملک په مختلفو برخو کې مظاهرې کړي او د ګوند مخکښ اسد عمر پرون په يو ټويټ کې ویلي چې د دغې پرېکړې خلاف به سپريم کورټ ته ځي.

دا هم وګورئ: د پاکستان د حکومت اېتلافي ګوندونو د واک مودې پوره کولو پرېکړه کړې

حمزه شهباز تر دې وړاندې د اپریل پر ۱۶مه هم د پنجاب اسمبلۍ لخوا وزیر اعلی ټاکل شوی وو او د اپریل پر ۳۰مه یې د وزیراعلا په توګه سوګند پورته کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب کې د جولای پر ۱۷مه پر ۲۰ څوکیو ضمني انتخابات وشول او ۱۵ څوکۍ مخالفه ګوند تحریک انصاف وګټلې.

د اعلاوزیر د انتخاب امر د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته کړی وو چې پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د اوسني اعلاوزیر حمزه شهباز انتخاب چیلېنج کړی وو. سپریم کورټ په امر کې ویلي ول چې تر بیا انتخاباتو پورې به شهباز خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د سپريم کورټ تر امر وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره پر خالي ۲۰ څوکيو ضمني انتخابات وکړل چې ورځخه یې ۱۵ پاکستان تحریک انصاف، څلور یې واکمن مسلم ليګ (ن) او یوه څوکۍ خپلواکه یا ازاد نوماند وګټله.

د ضمني انتخاباتو له نتیجې سره سم، په پنجاب اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حیثیت زیانمن شو. پنجاب اسمبلي ټول ۳۷۱ غړي لري او د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وه.

دا هم وګورئ: های کورټ: د پنجاب اعلاوزیر انتخاب لپاره دې اچول شوي ووټونه بیا حساب شي

د وزیراعلا څوکۍ لپاره حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) او د پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون د ملګرو ګوندونو امېدوار وو. بلخوا تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ق) سیاستوال او د اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي نوماند کړی وو.

پروېز الهي د هغو ۲۵ غړو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو چې پينځه غړي يې پر ځانګړو څوکيو ټاکل شوي ول. پاکستان سپريم کورټ د نوموړي د غوښتنليک منلی وو او ویلي يې ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند د خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.

پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.