د ایران سرکاري رسنیو ویلي دي چې د هغه هېواد په جنوبي ولایت فارس د سېلاوونو له وجې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.
رسنیو د جولای پر ۲۳مه د ایرانیو چارواکو په حواله ویلي چې فارس ولایت له وچکالۍ سره مخامخ دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د سختو بارانونو او د رودبال سیند د اوبو د کچې لوړېدو له وجې د مرکزي ښار استهبان په ګډون په یوشمېر ښارونو او کلیو کې سخت سېلاوونه راغلي دي.
د استهبان ولسوال یوسف کاريګر ویلي چې د ژغورنې ډلو په سېلاوونو کې ګېر ۵۵ کسان ژغورلي خو لږترلږه شپږ کسان ورک دي.
په ۲۰۱۹ز کال کې هم د ایران په جنوب کې سخت سېلاو لږترلږه ۷۶ کسان وژلي ول او تر ۲۰۰ اربه امریکايي ډالرو ډېر زیان یې اړولی وو.
د ۲۰۱۸ز کال په مارچ میاشت کې په فارس ولایت کې سېلاب ۴۴ کسان وژلي ول.