د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي، د جولای په ۲۶مه ناوخته د مسلم ليګ (ق) چودري پرويز الهي ته د پنجاب د اعلا وزیر په حیث سوګند ورکړ.
تر دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د جولای په ۲۶مه، د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر پرېکړه لغوه کړه. د پاکستان د چیف جسټس یا مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د سترې محکمې درې کسیزه جرګګۍ په خپل امر کې ویلي چې چودري پروېز الهي به د پنجاب اعلی وزیر وي. عدالت په خپله پرېکړه کې وویل، د جولايي په ۲۲مه، د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري هغه پرېکړه ناسمه وه چې د وزیر اعلا د انتخاب پر مهال یې د مسلم لیګ (ق) ۱۰ رایې رد کړې وي.
دا هم وګورئ: د پاکستان ستره محکمه: پروېز الهي به اعلا وزیر ويعدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وویل چې حمزه شهباز او د هغه کابینه دې سم له واره خپلې عهدې پرېږدي. د جولای پر ۲۲مه، په پنجاب اسمبلۍ کې د صوبې د نوي اعلا وزير د انتخاب لپاره تر رايې اچونې وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز بريالی اعلان شوی وو. حمزه شهباز د جولای پر ۲۳مه د پنجاب د اعلا وزیر په حیث سوګند هم پورته کړی وو.
د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) کانديد پروېز الهي د ډمرستیال سپیکر د اقدام ضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی وو.
د پاکستان سترې محکمې په خپله پرېکړه کې وویل چې چوهدري پرویز الهي د حمزه شهباز د ۱۷۹ رایو په مقابله کې ۱۸۶ رايې ترلاسه کړي دي.
پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. هغه سیاسي بحران اوس د هېواد تر مرکزي کچې رسېدلی دی.