اوکراین وايي روسيه په جنوبي سيمو کې نور سرتېري ځای پر ځای کوي

روسي عسکر په ماريوپول کې د ماين پاکۍ د عملياتو پر مهال. پخوانی انځور

د اوکراین یو دفاعي چارواکي ویلي چې د روسيې ځواکونه د هغه هېواد په جنوب کې د هغو سیمو په ګډون چې پکې اوکراین ځوابي عملیات پیل کړي، په لویه کچه د ځای پر ځای کېدو په حال کی دي.

د اوکراین د امنیت شورا سېکرټر اولېکسي دانېلوف دا څرګندونې د جولای پر ۲۷مه په ټېلېوېژني وینا کې وکړې او زیاته يې کړه چې دا کار د خېرسون، مېلېتوپول او زپورېژیا په سیمو کې روان دی چې ورته روسيې خپل اضافي سرتېري لېږدولي دي.

تر دې مخکې، د جنوبي برخو لپاره د عملیاتو د قوماندې ویاندې نتالیا هومېنیوک په ټېلېوېژني خبرو کې ویلي ول چې د هېواد په جنوب کې ځوابي عملیات مخ پر وړاندې روان دي.

اخوا په خېرسون ښار کې د روسیې جوړې کړې انتظاميې یوه چارواکي ویلي ول چې د روسیې تر کنټرول لاندې په هغه اوکرایني ښار کې پر سیند جوړ انتونیوسکي نومي پل تړل شوی دی.

د دواړو غاړو چارواکو مخکې تایید کړې وه چی دا پل د اوکراینیو ځواکونو په هوایي برید کی په نښه شوی وو. د مسکو په ملاتړ بېلتونپالو د جولای پر ۲۷مه ادعا وکړه چې له کرېملېن سره تړاو لرونکې یوې بدنامې ډلې واګنر ګروپ د "کرایې عسکرو" په مرسته یې سوېتلودارسک ښار ته څېرمه په سکرو چلېدونکی د هېواد دویم لوی برېښناکوټ يې نيولی دی.

د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار اولېکسي ارستووېچ پر یوټیوب په خپره شوې مرکه کې ویلي چې روسیې د دې مرکز له نیولو سره "یوه وړوکې تاکتیکي بریا ترلاسه کړې ده."