پېښور کې وسله والو دوه پولیسان وژلي دي

پولیس وايي، وسله وال برید د پېښور په متنیو کې شوی.

د پېښور په متنیو سیمه کې په یوه وسله وال برید کې دوه پولیسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

پولیسو د جولای پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې د چارشنبې (شورو) پر ماښام په حمله کې ژوبل سرتېری لېډي ریډنګ روغتون ته لېږدل شوی دی.

بیان وايي، ماخوستن مهال په پولیس لاینز کې د وژل شویو سرتېرو شېر اکبر او جان علي جنازه وشوه چې ورته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري په ګډون یوشمېر لوړپوړي افسران او انتظامي چارواکي ورغلي ول.

د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې تر پېښې وروسته یې په متنیو کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د پېښور پر پولیسو دا حمله پر داسې مهال شوې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی او د جون پر لومړۍ نېټه یې تر نامعلومې مودې پورې اوربند هم وغځاوه، خو پر هغې سربېره حملې کېږي چې پکې د پولیسو او امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پاکستان کې له تحریک طالبان پاکستانه پرته نورې وسله والې ډلې هم فعاله دي.