ننګرهار کې د کور چت پرېوتو له وجې ۴ کسان مړه شوي

د طالبانو حکومت وايي، پېښه د سپین غره ولسوالۍ په مامند داوڼۍ سیمه کې شوې.

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او درې ژوبل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند قریشي بدلون د جولای پر ۲۸مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د چارشنبې (شورو) شپې مهال د ولسوالۍ په مامند داوڼۍ کلي کې د واده پر مهال شوې.

په بیان کې راغلي چې د پېښې لامل بارانونه او د کور د چت زوړوالی دی.

تر دې مخکې هم په وروستیو ورځو کې د مسلسلو ورښتونو له وجې د سپین غر په ګډون د ننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې سخت سېلاوونه راغلي ول چې د مالي زیانونو ترڅنګ پکې پينځه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول.