"یوه، یوه کوټه مو ړنګېده او موږ بغارې وهلې"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ټانک په پای کلي کې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې راغلي سېلاو خلکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي. د کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د کورونو بیا ودانولو لپاره پیسې نه لري او حکومت ورته له خوړو پرته نور هېڅ نه دي ورکړي. د پای کلي یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل چې اوبو یې یو پسې بله کوټه ړنګوله او دوی یې په بېوسۍ ننداره کوله. د ټانک ضلعې انتظامي مشر وايي، د کلي اوسېدونکو ته به ژر د کورونو بیا ودانولو لپاره پیسې ورکړي. ویډیويي رپورټ.