برتانيا: د اوکراين بريد ښايي د خېرسون او کريميا ترمنځ د اورګادي پټلۍ ته زیان رسولی وي

په دونيڅک کې د اوکراين عسکر د تیارسۍ په حالت کې. پخوانۍ انځور

د برتانیا استخباراتي ادارې د اګست پر درېیمه ویلي، ښايي په روسیو وسلو بار اورګاډي باندې د اوکراین برید د مسکو تر واک لاندې خېرسون سیمې او کریمیا ترمنځ پټلۍ ته زیان رسولی وي.

دا په داسې حال کې ده چې کییف منلې، د لوېدیځو هېوادونو لخوا د وسلو رسد سربېره په ختیځ کې پوځي وضعیت "ډیر خراب " دی.

د برتانانیا د دفاع وزارت په خپله ورځنۍ استخباراتي خبرتیا کې ویلي، د اوکراین لخوا د اورګاډي زیانمنه شوې پټلۍ به ژر سمه شي خو دا لار به د روسيو ځواکونو او له کریمیا څخه خېرسون ته د هغوی د لوژيسټیکي چارو لپاره له امنیتي پلوه حساسه پاتې شي.

د اوکراین پوځ د اګست پر درېیمه ویلي چې د خېرسون سیمې په نښه کولو ته یې دوام ورکړی دی. پوځ زیاته کړې چې په سیمه کې یې د شپې مهال د روسیې پر یو شمېر ځایونو بریدونه کړي او روسیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.