تحریک انصاف د انتخاباتي کمېشن ضد احتجاجونه کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو، غړو او پلویانو د اګست پر څلورمه د اسلام اباد او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د انتخاباتي کمېشن پرضد احتجاجي غونډې کړې دي. کمېشن د اګست پر دویمه په فیصله کې ویلي ول چې تحریک انصاف له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي. د ګوند مشر عمران خان احتجاجونو ته په ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې "پټ قوتونه" یې کمېشن پرضد کاروي خو په دې اړه یې سپیناوی و نه کړ. کمېشن وايي، ټولې پرېکړې له قانون او ایین سره سمې کوي. په همدې حال کې د پاکستان حکومت ویلي دي چې د عمران خان د نااهلۍ لپاره سپریم کورټ ته ځي. ویډیويي رپورټ.