امریکا: د اټومي تړون بحالۍ لپاره د اروپايي ټولنې پر وړاندېزونو موافقې ته رسېدو ته تيار يو

اروپايي ټولنې په ویانا کې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالولو لپاره د تړون حتمي متن وړاندې کړ. د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ انځور

امریکا وايي، دوی تیار دي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون بحالولو لپاره پر هغو وړاندیزونو په چټکۍ موافقې ته ورسېږي چې اروپايي ټولنې د اګست پر اتمه وړاندې کړي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، تهران په وار وار ویلي چې په ګډه د اټومي تړون عملي کولو ته تیار دی. نوموړي زیاته کړه چې دوی به اوس دې ته انتظار کوي چې ایا ایران خپله دغه خبره عملي کوي او که نه؟

دا له هغه وروسته ده چې اروپايي ټولنې د اګست پر اتمه په ویانا کې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالولو لپاره د تړون حتمي متن وړاندې کړ. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بورېل پر ټویټر لیکلي چې خبرې اترې پای ته رسېدلې دي او دا متن حتمي دی او ورباندې به بیا خبرې نه کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي چې ایران د دې متن په اړه خپل ابتدايي غبرګون اروپايي ټولنې ته وړاندې کړی دی. خو د ده په وینا، اوس داسې یو حالت نه دی چې دې تړون ته دې وروستۍ بڼه ورکړل شي.