د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عاشورې په ورځو کې شوي خونړي بریدونه په کلکه غندلي دي.
سفارت د اګست پر اتمه پر خپله ټویټرپاڼه د دې بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
We strongly condemn the ISIS-K-claimed attacks during Ashura, which targeted Hazara and Shia-majority areas in Kabul. We express our condolences to the victims and their families. Attacking worshippers is reprehensible; the Afghan people must be able to worship in peace.
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) August 8, 2022
بیان زیاته کړې چې پر عبادت کونکو برید د غندنې وړ عمل دی او افغانان باید په سوله کې ژوند وکړای شي.
دا بریدونه د کابل په شیعه میشتو سیمو کې شوي ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په کابل کې د اګست پر شپږمه د ښار د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې شوې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۲ ژوبل کړي ول.
تر دې وړاندې د اګست پر پینځمه هم په کابل کې د شیعه ګانو له یو استوګنځای سره په یوه بمي چاودنه کې اته تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول.