د خیبر پښتونخوا په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې یو پولیس او دوه پوځیان وژل شوي دي.
د بره دير ضلعې د شاهي کوټ پوليس تاڼې مشر جهانزېب خان د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د دې ضلعې په نصرت دره کې د افغانستان پولې ته نیزدی د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
پوځ په خپله د دې چاودنې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي او نه یې چا ذمه واري منلی ده.
د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن په بره دير ضلع کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په اعظم ورسک کې د اګست پر ۱۲مه وسله والو پر پولیس تاڼه برید کړی دی.
د تاڼې مشر شکیل دراني مشال راډیو ته وویل چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس سرتیری نسیم عالم وژل شوی دی.
د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلی.