د ملګرو ملتونو مشر اوکراين ته تللی

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش په اوکراين کې (انځور له ارشيفه)

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د اګست پر ۱۷مه د اوکراین لويدیځې سیمې لوییف ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د اګست پر ۱۸مه د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره وګوري.

ګوتېرېش په ملاقات کې د اوکراین د روسیو ځواکونو تر کنټرول لاندې د زپورېژیا سیمې د برېښنا جوړولو اټومي بټۍ د امنیت په اړه غږېږي. پر دې برسېره به نوموړی پر اوکراین د روسیې د شاوخوا شپږ میاشتني یرغل د پای ته رسولو په ممکنه لارو چارو هم بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د اګست پر ۱۹مه د تور سمندرګي تر غاړې هغه اوکرایني بندر ته ورشي چې د روسیې د برید له امله ورڅخه د غلو درېدلي صادرات (برامدات)، په ورستیو کې بیا پیل شول.

ګوتېرېش او نړیوالې ټولنې په داسې حال کې د زپورېژیا په اټومي بټۍ کې د ناورین د خطر په اړه سخته اندېښنه ښوولې چې تېره اوونۍ هلته د بمبارۍ او نورو ګواښونو رپورټونه خپاره شول.

ملګرو ملتونو زپورېژیا ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو په سفر کې د مرستې وړاندیز کړی خو مسکو د خپلې ژمنې باوجود د کییف له لارې هغې بټۍ ته د سفر اجازه نه ورکوي حال دا چې مخکې یې ویلي ول چې بټۍ ته د پلټونکو د ډلې رسیدګي باوري کوي.