تند بارانونه او سېلاوونه: د کوټې-کراچۍ لویه لاره تړلې پرته ده

د بلوچستان په لسبېله کې پل سېلاو وړی چې له کبله يې د کوټې او کراچۍ ترمينځ لويه لاره تړل شوې ده ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۳۰مې انځور

په بلوچستان کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله د کوټې او کراچۍ تر مينځ لاره له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د ټرافيک پرمخ تړلې ده.

ځايي چارواکي وايي چې په بلوچستان کې د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلاوونو يوشمېر پلونه نړولي او د کوټې او کراچۍ ترمينځ يې لويه لاره زيانمنه کړې ده.

پر هغې لارې هره ورځ زرګونه کسانو سفر کاوه. تر دې وړاندې د جولای په وروستيو ورځو کې هم په لسبېلې کې د يو پله د ماتېدو له کبله هغه لاره د ټرافيک پرمخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د موسمیاتو ادارې د اګست پر ۱۷مه وویل چې د سیند او بلوچستان په یوشمېر ضلعو کې به بارانونه د اګست تر ۱۹مې پورې روان وي چې له وجې یې د سېلاوونو امکان دی.

د سیمې اوسېدونکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې روانو بارانونو په پښين، قلعه عبد الله، قلعه سيف الله، ږوب، لسبېله، نصير اباد، پنجګور، قلات، کوهلو او يوشمېر نورو سيمو کې په زرګونه کورونه ړنګ کړي او بلخوا يې پر زرګونه جریبه مځکه ولاړ فصلونه او باغونه زیانمن کړي دي.

د بلوچستان د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۱۶مه نېټه ويلي چې په صوبه کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

يادې ادارې ويلي چې له روانو ورښتونو او سېلاوونو له کبله د پیدا شوي خطر کمولو لپاره يې هلو ځلو ته دوام ورکړی او ورسره يې له سېلاو ځپلو سره خپلو مرستې روانې دي.

خو د صوبې د يوشمېر سيمو سېلاو ځپلو او زيانمنو شويو کسانو مشال راډيو ته شکايت کړی چې هغوی ته د مرستو سامانونه نه دې ور رسېدلي.

بلې خوا د بلوچستان حکومت د پاکستان مرکزي حکومت ته خواست کړی چې په صوبه کې له سېلاوونو د اوښتو زيانونو د پوره کولو او له ځپل شويو کسانو د بیا ابادۍ لپاره دې ۶۰ اربه روپۍ ورکړي. په دې اړه د بلوچستان اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړی دی.