د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې پر ورځ د روسیو ځواکونو د میزایلو په حمله کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
هغه ويلي چې حمله د اګست پر ۲۴مه هغه مهال په دنیپروپېتروفسک سیمه کې شوې چې اوکراینیانو د خپلواکۍ ورځ لمانځله.
زېلېنسکي چې د اګست پر ۲۴مه یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته د ويډيو له لارې خبرې کولې، زیاته کړه چې د اوکراین په مرکزي برخه کې د اور ګاډي پر یوه تمځي د روسیې په حمله کې شا و خوا ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.
روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين يرغل وکړ چې له وجې یې دواړو خواوو ته ګڼ سرتېري وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.