عدالت د ترهګرۍ په مقدمه کې، د عمران خان لنډ مهاله ضمانت منظور کړ

عمران خان په یوه جلسه کې خپلو ویناوالو ته د خبرو په مهال (انځور له ارشیفه)

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد یو عدالت په یو مقدمه کې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د مشر عمران خان عبوري ضمانت منظور کړی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي راجه جواد عباس حسن د اګست په ۲۵مه فیصله وکړه او وي ويل چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې د عمران خان ضمانت منظوروي.

عمران خان په سخت امنیت کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته ورغی او هلته یې د قضیې اورېدنه وشوه.

پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

دا هم وګورئ: په ژوندۍ بڼه د عمران خان د تقریرونو پر خپرولو بندیز لګېدلی

عمران خان د اګست په ۲۴مه په بهاولپور کې د تحريک انصاف غړو ته د يوې جلسې په وخت د خپل بيان وضاحت وکړ او وي‌ ويل چې د هغه مطلب دا وو چې د زیبا چودري په خلاف به قانوني کاروايي کوي.

هغه زیاته کړه: "زما مطلب دا نه وو چې په هغې پسې د څوباړو سره ورځو. ما دا وويل چې دا ججه دې واوري چې موږ به یې په خلاف قانوني کاروايي کوو."

البته هغه زیاته کړه چې پولیس د نوموړي ګوند د سیاستوالو سره تعصبي چلند کوي. هغه د خپل سلاکار شهباز ګيل یادونه وکړه او يو ځل بیا یې تور پورې کړ چې "په زندان کې له هغه جامې ایستل شوې وي او جنسي تشدد ورسره شوی دی."

خو د اسلام اباد پولیسو ويلي چې له ګيل څخه پوښتنې او تحقیقات په مسلکي توګه پر مخ تللي دي البته په دې اړه به پلټنې وکړي چې ایا له هغه سره کوم تشدد شوی که څنګه.

شهباز ګیل له تېرې اونۍ راهیسې په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی. د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.