د باجوړ پرلتوال: د چارواکو لخوا د امنيت ټينګولو تر پاخه ډاډ پورې به په احتجاج يو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې ځايي ولس د اګست له ۱۹مې د هدفي وژنو او بد امنۍ پرلت وهلی دی. دوی وايي تر څو چې حکومت هلته د ناامنۍ ختمولو او امن راوستلو پوځ ډاډ نه وي ورکړیؤ تر هغو به يې احتجاج روان وي. د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ مذاکرات روان دي خو لا هم کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.