ګرينلېنډ د واورې ويلېدو له خطر سره مخامخ شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګرینلېنډ تر اينټارکټیکا وروسته د نړۍ داسې سيمه ده چيرې چې د بریتانیې تر رقبې اووه چنده واوره پرته ده. د ماحولیاتي بدلون او تودوخې درجې لوړېدو سره هلته ایمالونه (ګلېشیېر) او واورې د ویلي کېدو له خطر سره مخامخ دي، چې ورسره د مقامي خلکو ژوند اغېزمن شوی دی. د هېواد مغربي ساحل ایلولیسات او ډیسکو ټاپو ته هر کال په زرګونو سیلانیان ورځي خو د هغه ځای ښاروال غواړي چې د سیلانيانو شمېره راکمه کړي او چاپیریال وژغوري. په دې اړه شاهين بونېری د فرانس پرېس اژانس ويډيويي راپور پښتو بڼه وړاندې کوي.