امريکا پاکستان ته د کورونا وایرس نهه ميليونه واکسین او ۲۰ ميليونه ډالر ورکول اعلان کړل.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اګست پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره یې پاکستان ته د ورکول کيدونکو نهه ميليونو واکسينو سپارل پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امريکا په پلان کې لري چې د فایزر - موډرنا پر دې واکسینو سربیره پاکستان ته شل ميليونه ډالر هم ورکړي.
امريکا ويلي چې تر دې مخکې یې هم پاکستان ته د کورونا وبا په وړاندې مبارزې او نورو صحي مرستو په لړ کې ۸۴.۲ ميليونه ډالر ورکړي دي.