د جبري لادرکيو نړيواله ورځ: "مور يې انګېري چې څلور ورک زامن يې د مزدورۍ لپاره کراچۍ ته تللي"

په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوان د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د هغوی د موندلو لپاره احتجاجونه کوي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د مومندو بي بي رقيه ادعا کوي چې پوځيانو د هغې ۵۸ کلن خاوند صوبيدار عاصم خان په ساپو کې په سپينه ورځ له ځانه سره يووړ چې اوس يې د مرګ و ژوند درک نشته.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې هره ورځ د خپل خاوند لاره څاري خو د انتظار شېبې يې لا هم پای ته نه دې رسېدلي.

"موږ دا غواړو چې خاوند مې ښکاره شي چې بچي يې وويني او زړه يې تسلي شي. که قيد وي نو هم دې راته ووايي."

۵۰ کلنه بي بي رقيه زياتوي چې له خاونده شپږ لوڼې او يو زوی ور پاتې دی. د هغې په وينا د اسلام اباد او پېښور په ګډون يې په يو شمېر ښارونو کې د خپل خاوند د خلاصون لپاره احتجاجونه او مظاهرې کړې خو پر حکومتي ژمنو سربېره هغه تر اوسه نه دی موندل شوی.

"چارواکي هر ځل راته ووايي چې تاسو ولاړ شئ، ۱۰ يا ۱۵ ورځې کې به دې خاوند درشي، خو کومه دی چې راغلی دی، تر اوسه ورک دی."

د بي بي رقيې په شان په پاکستان کې زرګونه نور داسې کسان شته چې خپلوان يې تری تم شوي او له کلونه وروسته يې لا هم هېڅ درک نه دی معلوم، خو ځينې يې خوشې شوي او د ځينو بيا مړي موندل شوي دي. دوی د خپلوانو د برمته کولو تر شا د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې يادوي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې جلسې پر مهال د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوان د هغوی د موندلو غوښتنه کوي ـ د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل ۲۹مه

د جنوبي وزيرستان عبدالستار جان دا وخت په ابوذهبي کې مزدوري کوي. نوموړی ادعا کوي چې په شکتوی کې د ۲۰۱۵ز کال د اپرېل پر ۲۱مه يې پوځ مشر ورور او د هغه څلور زامن له ځان سره يووړل.

ستار جان زياتوي، امنيتي سرتېرو يې مشر وراره ريزار جان له کلي دباندې پر همهغه ورځ وواژه خو ورور او پاتې درې ورېرونه يې له ځان سره بوتلل چې تر اوسه يې درک نشته.

د نوموړي په وينا، ورور او ورېرونو يې په شکتوی کې پر لويه لاره رېستوران چلاوه چې پکوړې او وريجې يې پکې پلورلې.

مور يې وايي کشر زوی (محمد نور) به يې اوس غټ شوی وي او ږيره او برېتونه به يې راغلي وي

ستار جان زياتوي چې ورېندارې او د کور نورو ښځو ته يې ويلي چې د ده مشر ورور پوځ له ځان سره بېولی خو د هغه زامن کراچۍ ته په مزدورۍ پسې تللي دي او د ناامنه حالاتو له کبله کلي ته نه شي راتلای. د نوموړي په وينا ورېنداره يې خپل کشر زوی ډېر يادوي.

"زه چې کله ټېليفون ورسره کوم نو هغه (ورېنداره) راته وايي چې محمد نور به اوس غټ شوی وي او ږيره او برېتونه به يې راغلي وي، نو زه د دروغو تسلي ورکړم چې هو، هغه اوس ډېر غټ شوی دی، چې شپږ مياشتې يا کال وروسته راشي نو په خپلو سترګو به يې ووينې."

ستار جان وايي چې ورېنداره يې په همدغه "غلط فهمي" کې ده چې زامن يې روغ جوړ دي او په کراچۍ کې مزدوري کوي.

د ريزار جان مور نه وه خبره چې په قبر کې د دې خپل زوی ښخ دی
عبدالستار جان

نوموړی زياتوي چې کله پوځ د هغه مشر وراره ريزار جان وواژه نو د کلي خلکو له هديرې څخه ليرې همهلته په لويه لاره کې ښخ کړ.

"[د ريزار جان] مور مې ډاکټر ته بېولې وه. له هغې خوا چې راتلو نو وايي چې دا ګوښی قبر د چا دی؟ ما ورته ويل چې دا د يو مساپر قبر دی، له ميرلي راغلی وو، دلته مړ شو او خلکو همدلته ښخ کړ. بيا ما ورته ويل چې موره! ښه کلکې دعاوې ورته وکړه. بيا هغه د قبر سر ته کېناسته او دعا يې ورته وکړه. دا مې نه ورته ويل چې دا هغه ستا ستر بچی دی او دلته دفن شوی دی."

په پاکستان کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون له معلوماتو سره سم پر خيبر پښتونخوا سربېره له بلوچستان، سيند، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير څخه هم خلک لادرکه شوي دي.

د لادرکه کړل شويو کسانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ

په پاکستان کې د لاردکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان "وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" مشر ۸۲ کلن ماما عبدالقدير بلوڅ وايي چې د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه يې ۳۲ کلن زوی جليل رېکي د بلوچستان له کوټې ښار څخه له خپله کوره په زوره وتښتول شو او درې کاله وروسته يې د ايران له پولې سره نيږدې په مند سيمه کې مړی وموندل شو. ريکي په کوټه کې په يو بانک کې افسر وو.

د ماما عبدالقدير بلوڅ د ځوان زوی مړی درې کاله وروسته په مند سيمه کې وموندل شو.

ماما قدير د هغه په شان له ځېنو نورو کسانو سره د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر پر ۲۷مه د کوټې پرېس کلب مخې ته په زوره د خلکو تری تم کولو لړۍ درولو او د برمته شويو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ ولګاوه چې تر اوسه روان دی.

"کال کې درې مياشتې په کراچۍ کې، يوه مياشت په اسلام اباد کې او نور وخت همدلته کوټه کې احتجاجي کېمپ مخ ته وړو. پر دې مهال موږ د لادرکه کسانو او شهيدانو لپاره ډېر احتجاجونه، لاريونونه او لانګ مارچونه کړي دي."

د لاردکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ او نور کسان د خپلو عزيزانو د موندلو لپاره په کوټه کې په احتجاجي کېمپ کې ناست دي ـ انځور له ارشيفه

پاکستان کې په زوره د تری تم شويو کسانو شمېر

په پاکستان کې په زوره د خلکو د لادرکه کولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸ز] کې په دې کې زياتوالی راغلی. په لادرکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان او مشکوک وسله وال شامل دي.

ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شويو شمېرو او اسنادو پر اساس له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر ۳۰مې نېټې ۵۵،۰۰۰ بلوڅان لادرکه کړل شوي دي.

له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر ۳۰مې نېټې ۵۵،۰۰۰ بلوڅان لادرکه کړل شوي دي.
ماما عبدالقدير بلوڅ

نوموړی زياتوي چې پر دې سربېره ۲۰،۰۰۰ کسان وژل شوي چې په هغوی کې د ځينو خراب شوي مړي موندل شوي او ځېنې بيا د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

خو په پاکستان کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون منشي (سېکرېټري) فريد احمد خان له دې شمېرو سره اتفاق نه کوي. نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې د جوړ شوي دې کميسيون د وېبپاڼې په حواله وايي چې د لادرکه کسانو خپلوانو دوی ته د روان ۲۰۲۲ز کال د جون تر ۳۰مې نېټې د ۸،۷۳۲ تری تم کسانو نومونه ورکړي چې د ۶،۵۱۳ کسانو مقدمې يې هوارې کړې خو د ۲،۲۱۹ کسانو مقدمې لا هم ناحل پاتې دي.

نوموړی زياتوي چې په دغو څه باندې شپږ نيم زره کسانو کې ۳،۴۴۸ لادرکه کسان خپلو کورونو ته تللي او هغه نور په حراستي مرکزونو او زندانونو کې موندل شوي او يا يې هم مړي موندل شوي دي.

پاکستان کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون د ۲۰۲۲ز کال د جون تر ۳۰مې د هغوی د موندلو شمېرې په ډاګه کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د دفاع لپاره کارکوونکي غيرحکومتي سازمان "ډيفېنس اف هيومن رايټس" مشره امنه مسعود جنجوعه هم د حکومتي کميسيون پر شمېرو باور نه کوي او تر هغه يې زياتې يادوي.

نوموړې وايي، د هغې تجار خاوند ۴۵ کلن مسعود احمد جنجوعه په ۲۰۰۵ز کال کې له راولپنډۍ څخه لادرکه شو چې تر اوسه يې د مرګ يا ژوند درک نه شته. امنه زياتوي چې حکومتي کميسيون يې د خاوند په درک لګولو کې تر اوسه پاتې راغلی دی.

امنه د دې کميسيون پر طريقه کار نيوکه کوي او وايي چې دا د بندې کوڅې په شان دی چې مقدمه ورځي او پکې ورکېږي.

"دې کميسيون ته واک ورکړل شوی وو چې د لادرکه کسانو د مسلې د حل لپاره به سپارښتنې ورکوي. دوی هېڅ نه دې کړي. د کميسيون په واک کې وه چې د لادرکه کسانو ذمه وارو باندې به مقدمې جوړوئ او هغوی ته به سزا ورکوئ، خو د هغوی خلاف هم هېڅ اقدام نه دی کړی."

د لادرکه شويو کسانو په اړه شکايتونه اړونده ادارو ته لېږو او هغوی ۳۰ ورځو کې دننه خپل ځوابي راپور رالېږي.
فريد احمد خان

خو د کميسيون سېکرېټري فريد احمد خان وايي چې د دوی کار چا ته سزا ورکول نه دی بلکې يوازې د لادرکه کسانو څرک لګول دی.

"موږ ته د کورنيو، سپريم کورټ، د بشري حقونو تنظيمونو او د ملګرو ملتونو د کاري ډلې لخوا د خلکو د لادرکه کېدو شکايتونه راځي او موږ يې درجوو. موږ پر دغو شکايتونو باندې اړونده ادارو ته راپور لېږو او د هغوی لخوا موږ ته په ۳۰ ورځو کې دننه ځوابي راپورونه راځي."

په پاکستان کې د ماما قدير په مشرۍ د لاردکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان او د امنه مسعود جنجوعه په مشرۍ د بشري حقونو د دفاع لپاره پر کارکوونکي سازمان سربېره د ۲۰۱۸ز کال په جنوري مياشت کې د مدني حقونو لپاره رامنځ ته شوی خوځښت "پښتون ژغورنې غورځنګ" هم د خلکو په زوره لادرکه کولو او له عدالتي کارروايي پرته د خلکو د وژنې پر ضد مبارزه کوي.

د خلکو تری تم کېدو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليت

د دې غورځنګ يو مخکښ او د لادرکه کسانو په اړه معلومات راغونډوونکی عالمزېب خان مسيد دوه ځلې زنداني شوی دی. نوموړی وايي چې تر دې دمه يې په خيبر پښتونخوا کې د شاوخوا ۴،۰۰۰ لادرکه شويو کسانو په اړه معلومات راغونډ کړي دي. د نوموړي په خبره زرګونه نور لادرکه کسان هم شته چې د نوموړي په خبره، د حکومت لخوا د بنديزونو او محدويديتونو له کبله لا تر اوسه نه دی ور رسېدلی.

عالمزېب زياتوي چې په تری تم شويو کسانو کې د بېلا بېلو عمرونو او بېلا بېلو مسلکونو سره تړلي خلک شامل دي.

"په سوات کې يو ډاکټر وو، د هغه معلومات شته. په باجوړ کې د يو پوليس والا معلومات لرم. په ورکو شويو کسانو کې د مدرسې طالب علمان او عالمان شته. مزدوران او ډرايوران هم شته. په دا کې د کم عمر هلکان شته او داسې کسان هم شته چې عمرونه يې ۶۰، ۷۰ يا ۸۰ کاله دي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسيد د خيبر په باړه کې د لادرکه کړل شويو کسانو نومونه او نور معلومات د هغوی د خپلوانو له خلې ليکي ـ د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر ۲۸مه

عالمزېب مسيد زياتوي چې د کسانو د تری تم کولو لړۍ اوس هم روانه ده. د نوموړي په وينا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليت په نتيجه کې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۲،۰۰۰ کسان خوشې شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو کې ځينو کسانو ورته ويلي چې امنيتي ادارو د هغوی د تښتونې، زنداني کېدو او وهلو ټکولو له حال شريکولو په سختۍ سره منع کړي دي.

د جنوبي وزيرستان يو استوګن چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي يا غږ يې ريکارډ شي، وايي چې درې کاله يې بې له څه ډول جرم کولو د امنيتي ځواکونو په حراستي مرکزونو کې تېر کړي دي.

"په حراستي مرکز کې د دوه کلونو له تېرولو وروسته يو پوځي افسر راته وويل چې پر تا باندې څه تور دی چې دلته يې راوړی يې. ما ورته وويل چې دا خو به تاسو ته معلومه وي چې زه مو ولې راوړی يم."

تر دريو کلونو تېرولو وروسته امنيتي ځواکونو راته وويل چې هغوی په غلطۍ سره نيولی يم
يو خوشې کړل شوی لادرکه کس

د نوموړي په وينا هغه افسر ځواب ورکړ چې د ده فايل (دوسيه) ورڅخه ورک شوی دی. نوموړي زياته کړه چې له دې پېښې وروسته يې يو کال نور هم په حراستي مرکز کې تېر کړ او بيا خوشي کړل شو او امنيتي ځواکونو ورته وويل چې هغوی دی په غلطۍ سره نيولی وو.

د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو تورونه

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون مشره حنا جيلاني په زوره د خلکو د تری تم کولو تور پر رياستي ادارو پورې کوي.

"د خلکو په زوره تښتولو کې په مبينه توګه رياستي ادارې لاس لري. د لادرکه کسانو د کورنيو دا يوه حتمي رايه ده چې رياستي ادارې په دې کې ککړې دي. نو ښکاره خبره ده چې دا يوه جدي سرغړونه ده."

حنا جيلاني زياتوي چې پاکستان کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون او نه هم ستر عدالت د دې ستونزې د هواري لپاره د پام وړ اقدامات کړي دي.

"موږ په دې باور يو چې نه د پاکستان سپريم کورټ او نه هم د لادرکه کسانو په اړه جوړ کميسيون په دې لړ کې څه پرمختګ کړی دی. بله دا چې د حکومتي کميسيون په اړه هم تحفظات لرو. دا کمېشن نه يوازې يوه ناکامه اداره ده بلکې دا له هغو حکومتي ادارو سره په شريکه کار کوي چې د لادرکه کسانو په پېښو کې لاس لري."

د لادرکه کسانو د ستونزې هوارولو لپاره حکومتي اقدامات

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روان کال (۲۰۲۲ز) د اپرېل پر ۱۱مه کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به له "بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

وروسته حکومت د مې پر ۳۰مه په زوره د تری تم شويو کسانو په اړه د يوې تګلارې جوړولو لپاره کمېټۍ جوړه کړه چې مشري يې د قانون مرکزي وزير اعظم نذير تارړ کوي.

حکومت د دې کمېټۍ اعلان تر هغه وروسته وکړ چې کله د مې پر ۲۹مه اسلام اباد های کورټ په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د يوې مقدمې د اورېدنې پر مهال د پاکستان مرکزي حکومت ته امر وکړ چې د دې هېواد پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف او تر هغه وروسته چې د اوسني وزيراعظم شهباز شريف په ګډون څومره هم وزیراعظمان راغلي دي، هغوی ته دې د لادرکه کړل شويو کسانو په مقدمه کې نوټسې جاري کړل شي.

دا هم وګورئ:

اسلام اباد های کورټ او سیاسي ګوندونه دواړه له حکومته ورک کسان غواړي ''که د جبري ورکولو مخنیوی ونشي پاکستانۍ ټولنه به پر قیدخانه واوړي''اېمنسټي انټرنېشنل: پاکستان کې د بيان ازادي محدوده شوې او جبري تښتونې دوام لريپاکستان کې د ورکو کسانو ستونزه ولې نه هوارېږي؟

امنه مسعود جنجوعه وايي، دې کمېټۍ تر اوسه درې غونډې کړي او هغې خپلې سپارښتنې هم ورکړي دي، خو په وينا يې چې لا هم څه ډول عمل نه دی ورباندې شوی.

"ما ورته وويل چې د لادرکه کسانو ليسټ نور ختم کړئ چې له دې وروسته نور هېڅوک لادرکه نه شي. بل چې څومره کسان لادرکه شوي دي، د هغوی کورنيو ته دې معاوضه ورکړل شي. او درېيم دا چې د حقيقت څرګندولو او بيا پخلاينې يو کميسيون دې جوړ کړل شي، موږ د دوی خلاف مقدمې نه کوو، خو ادارې به هم ريښتيا راته وايي چې لادرکه کسان چيرته دي او له هغوی سره څه معامله شوې وه."

که څه هم د پاکستان امنيتي ادارې په زوره د خلکو تری تم کول او له عدالتي کارروايي پرته وژل ردوي خو بيا مو هم د اګست له ۲۳مې بيا د اګست تر ۲۷مې په بېلا بېلو وختونو کې د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر کې د رسنيو له مسول کرنل شهزاد او د قانون وزير اعظم نذير تارړ سره د ټېليفون او وټس له لارې په وار وار د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی نه خو ټېليفون او نه هم ليکلي پيغام ته ځواب وايه.

خو د پاکستان د بشري حقونو وزير ميا رياض حسېن پيرزاده د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې اوس هلته د خلکو د لادرکه کولو لړۍ درېدلې او که چيرې څوک ورک هم شي نو حکومت او عدالتونه استخباراتي ادارو ته سمدستي د هغوی د موندلو امر کوي.

زموږ ادارې لګيا دي چې د جبري لادرکۍ داغ ومينځي.
ميا رياض حسېن پيرزاده

نوموړی زياتوي چې د هغو کسانو د موندلو او خوشې کولو لړۍ هم روانه ده چې په تېرو وختونو کې ورک شوي دي.

"چيرې چې جنګ وي يا لاقانونيت وي نو هلته رياستي ځواکونه عمل کوي. که يې ونکړي نو بيا هېواد ته تکليف رسېږي. زموږ عدالتونو پر دې اقدام کړی دی. د بشري حقونو تنظميونو، د بشري حقونو وزارت، زموږ امنيتي ادارې، ای اېس ای (د پاکستان استخباراتي اداره)، ټول لګيا دي چې هغه کسان راپيدا کړي چې ورک دي او زموږ نوم يې خراب کړی دی. نو هره ورځ ورک کسان راپيدا کېږي او زموږ ادارې په دې لګيا دي چې د جبري لادرکۍ داغ ومينځي."

بل پلو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د قايمه کمېټۍ غړی محسن داوړ وايي چې هلته ولسي حکومتونه بې وسه دي او هغوی د لادرکه کسانو په ستونزې هوارولو کې پاتې راغلي دي.

"پاکستان کې په نوم حکومتونه راشي خو دلته بنيادي اختيار همېشه له پوځ سره پاتې شوی دی. دا هم يوه الميه ده. پکار وه چې څه نا څه دا اختيار موجوده سياسي حکومتونو اخيستی وای او سنجيده فيصله يې کړې واي."

پاکستان کې په نوم حکومتونه راشي خو بنيادي اختيار همېش له پوځ سره پاتې شوی.
محسن داوړ

تر دې وروسته مو پر امنيتي ادارو د لګېدلو تورونو په اړه په پاکستان کې په زوره د لا درکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون سېکرېټري فريد احمد خان مخې ته دا پوښتنه کېښوده نو هغه وويل چې د ټولو لادرکه کسانو پېښې له رياستي ادارو سره تړل مناسب نه دي.

"ځينې خلک جهاد ته ځي، ځينې د کورنيو ستونزو له کبله لادرکه کېږي، ځينې د پيسو لپاره تښتول کېږي. دا دومره ساده ستونزه نه ده لکه خلکو چې ورنه جوړه کړې ده چې يو څوک ماښام له کوره ورک شي او دوی تور پورې کړي چې استخباراتي ادارو پورته کړی دی، داسې نه ده."

خو تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل مياشت کې د ياد کميسيون مشر جسټس (ريټايرډ) جاوېد اقبال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ ته ويلي وو چې د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور کې حکومت ۴،۰۰۰ تری تم کسان "د ډالرو په بدل کې بهرنيانو ته وسپارل."

که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی، خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.

(دا راپور د اګست پر ۳۰مه په زوره د خلکو تری تم کولو نړيوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی.)