یوغور شپانه خپلې رمې له غرونو څخه میداني سیمو ته لېږدوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د چین په شېنجیانګ (سېنکیانګ) ایالت کې مېشت یوغور (وېغور) شپانه هر کال د مني له پیلېدو سره له غرونو څخه خپل مالونه هوارو میداني سیمو ته ښکته کوي. دوی د پسونو (ګډو) او بزو ترڅنګ د غژګاو په نوم یو ډول غوایان هم ساتي. په شېنجیانګ کې هر کال د اګست په نیمايي کې هوا سړېږي او په سېپټېمبر کې پر غرونو واورې ورېدل پیلېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.