د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، تر سېلابونو وروسته د خپلې اولنۍ تخمينې په نتيجه کې يې د صوبې ۱۳ ضلعې افت زده ګرځولې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، وروستيو بارانونو او سېلابونو دې صوبې ته د لږ تر لږه ۱۰۲ اربه روپيو تاوان اړولی دی.
دا خبره د کارګرانو او کلتور چارو صوبايي وزير شوکت علي يوسفزي د سېپټمبر پر شپږمه مشال راډيو ته په مرکه کې وکړه.
د مشال راډيو خبريال هارون باچا له شوکت يوسفزي څخه د مرکې په پيل کې پوښتلي چې د خيبرپښتونخوا کومې ضلعې يې پر کومو بنيادونو افت زده ګرځولې دي؟
د دې او نورو اړوندو پوښتنو ځواب اورېدو لپاره د شوکت یوسفزي مرکه په لاندې لینک کې اورېدلای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.