د سیند منچر ډنډ د ماتېدو له خطر سره مخامخ دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سیند صوبې په جامشورو کې د سېلاب له وجې په منچر ډنډ کې د اوبو سطح لوړه شوې ده چې له وجې یې د ډنډ د ماتېدو خطر پیدا شوی دی. همدا لامل دی چې چارواکو له شاوخوا سیمو څخه تر یو لک زیات خلک خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. منچر د پاکستان له لویو ډنډونو یو دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.