زاهد شينواری: د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت زیات شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تېر کال په افغانستان کې د پخواني نظام ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمينځ د تجارت کچه کمه شوې وه. خو اوس د پاکستان افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې مشر زاهد شينواری وايي چې دوطرفه سوداګري زیاته شوې ده. د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۱ -۲۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د يو ارب امريکايي ډالرو تجارت شوی دی. په دې اړه د مشال رېډيو خبريال عبدالحي کاکړ له زاهد شينواری سره مرکه کړې ده او په سر کې ورڅخه د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتي هلو ځلو تازه حال پوښتلی دی؟