د اوکراین ولسمشر له روسیې څخه د خارکيف د ځينو سيمو د بېرته نيولو ادعا کړې

زېلېنسکي د خارکييف د ځينو سيمو د بېرته نيولو ادعا د سېپټېمبر پر اوومه وکړه.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي ويلي چې ځواکونو یې د خارکيف سيمې ځینې برخې له روسانو بېرته نيولې دي.

د سېپټېمبر پر اوومه پر ټېلېويژني وينا کې نوموړي وويل چې له خارکيف څخه ښه خبرونه لري خو ده د نيول شوو سيمو په اړه ډېر معلومات ورنه کړل البته زیاته يې کړه چې اوس د دغو ځايونو د نومونو يادولو لپاره مناسب وخت نه دی.

دا هم وګورئ: اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زپورېژیا اټومي بټۍ وضعيت د زغملو نه دی

له خارکيف څخه پر انټرنېټ ځينې داسې ويډيوګانې او تصویرونه خپاره شوي دي چې پکې په ځينو بېرته نيول شوو کليو کې اوکرايني پوځيان لېدل کېږي. خو په خپلواکه توګه د دې تصديق نه شي کیدای.

په همدې حال کې په دغه قبضه شوې سيمه کې د روسيې د حکومتي ډلې مشر ويلي چې د خارکيف خلک به د نومبر پر څلورمه به په ټولپوښتنه کې ګډون کوي چې ایا له روس سره يو ځای کېږي او کنه.؟