رېشم یوسفزی وايي د پښتو ادب او موسیقۍ خدمت کول غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی په وړوکتوب کې ګوزڼ وهلی وو. هغه وايي، درزيتوب يا خياطي يې مسلک دی او ترڅنګ يې سندرې هم وايي. دی زياتوي چې د خپل هنر له لارې د پښتني ادب او موسيقۍ خدمت کول غواړي. د رېشم يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.