په هرنايي کې د خلکو احتجاج په ۲۸مه ورځ هم روان دی

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په خوست سیمه کې د یو ځايي تن د وژنې خلاف له ۲۸ ورځو راهیسې احتجاج روان دی.

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په خوست سیمه کې د یو ځايي تن د وژنې خلاف له ۲۸ ورځو راهیسې د روان احتجاج ګډونوالو ویلي، تر هغې به یې احتجاج روان وي تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوي.

د پېښې پر ضد پرون، د سيپټمبر پر نهمه، د هرنايي په شاهرګه کي یوه احتجاجی جلسه وشوه چې د ملت پاله او مذ هبي ګوندونو ځايي او صوبايي مشرانو ویناوې پکې وکړې. د عوامي نېشنل ګوند صوبايي سیکرټري محبت کاکا وویل، تر هغې به یې احتجاج روان وي تر څو د پښتنو ژوند خوندي نه شي. هغه وايي، د دې احتجاج په ترڅ کې د صوبې له اعلا واکمنو څخه غواړي چې د خلکو د سر او مال ساتنه دې وکړي.

احتجاجي جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ډیموکرېټېک مومېنټ، پشتون تحفظ مومنټ، تحریک انصاف او جمیعت علمای اسلام مشرانو وینا وې وکړې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زیري په دې موقع وویل:

"د اګست پر ۱۴مه چې د ازادۍ ورځ لمانځل کېده، د خوست په بازار کې ګولۍ وورېدې. ایا له پاکستان نه پرته په دنیا کې کوم بل داسې ملک شته چې د ازادۍ د جشن پر ورځ په خپلو خلکو ډزې وکړي؟"

دا هم وګورئ: بلوچستان: پښتنو ملتپالو د ایف سي ځواک د چلند پرضد شریک احتجاج پیل کړی

د احتجاج ګډونوالو یوځل بیا غوښتنه وکړه چې د اګست د ۱۴مې نېټې د پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمیشن وټاکل شي او پوځ دې په سیمه کې خپل چیک پوسټونه ختم کړي. د احتجاج کوونکو په وینا د سېپټمبر پر ۱۱مه په چمن، پر ۱۲مه په کلا عبدالله او پر ۱۳مه به په پشین کې احتجاجي جلسې کوي.

د اګست پر ۱۴مه نا معلومه وسله والو په هرنايي کې پر پوځ برید وکړ. له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا د ځايي اوسېدونکو د کورونو د تالاشۍ خلاف خلکو احتجاج وکړ. د احتجاج کوونکو په وینا د پوځ په ډزو کې یو ځايي ځوان خالقداد بابر ووژل شو او د یو ماشوم په ګډون اووه نور کسان پکې زخمیان شول. خو پوځ له دغو تورونو انکار کړی او ویلي یې دي چې هغه تن د وسله والو په ‌ډزو ووژل شوی دی.

د بلوچستان حکومت د احتجاج کوونکو له غوښتنو وروسته د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا الله لانګو په مشرۍ کې د پېښې د پلټنو په خاطر یوه کمیټي جوړه کړې ده چې د حکومت په خبره کار یې پیل کړی دی.

تر هغې وړاندې، صوبايي وزیر نور محمد دومړ د سېپټمبر پر دویمه مشال راډیو ته ویلي وو، حکومت د هرنايي د پرلتوالو زیاتره غوښتنې منلې دي. د ده په وینا، دا سیاسي ګوندونه یوازې د خپلو ګټو لپاره احتجاجونه کوي.

دا هم وګورئ: بلوڅانو تر حکومتي ډاډ وروسته ۵۰ ورځنی پرلت ختم کړ

په بلوچستان کې سیاسي ګوندونه او عام ولس هلته د ایف سي ځواک له موجودګۍ سر ټکوي. نور محمد دومړ په دې اړه وویل چې دا ایف سي‌ ځواک د دوی حکومت نه بلکې د قام پرستو تېر حکومت راوستې و.ده وویل، "د ترهګرو ځایونه دي، هغوی له امنیتي ځواکونو او ولس دواړو سره جګړه کوي، د ولس کاروبار هم تنګوي، نو څرګنده ده چې ترهګر موجود دي نو بیا امنیتي ځواکونه هم ضروري دي هغه ځکه چې هم دوی به د هغوی خلاف جګړه کوي."

د بلوچستان پښتنو ملتپالو د دې لپاره په شریکه احتجاجي‌ لړۍ پیل کړې ده چې د دوی په وینا، په خپله سیمه کې د ولس امنیت خوندي کړل شي.