ګوتېرېش وايي ژوند کې یې دومره لوی سېلابونه نه ول لیدلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د پاکستان د سېلاب ځپلو سیمو د سفر پر وخت ویلي دي چې په دومره پراخه کچه رسېدلي زیانونه یې په ګرد ژوند کې نه ول لیدلي. دی د سېپټېمبر پر اتمه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی وو. ګوتېرېش د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د سيند وزیراعلا مراد علي شاه په ملتيا د سيند او داراز د بلوچستان د سېلاب ځپلو سيمو سفر وکړ او له اغېزمنو کسانو سره يې ولیدل. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.