د اېشیا جام پایلوبه د پاکستان او سري لنکا ترمینځ کېږي

سري لنکایی بیټسمین د پاکستاني لوبغاړي توپ وهلو پر مهال - د سېپټېمبر نهمې انځور.

د اېشیا د کرکټ جام اتلولۍ په پایلوبه کې پاکستان او سري لنکا یو بل ته مخامخېږي.

د سېپټېمبر پر ۱۱مه د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو کېږي.

تر دې مخکې د څلور غوره لوبډلو د سیالیو په پړاو کې سري لنکا، پاکستان ته ماتې ورکړې وه. د سېپټېمبر پر نهمه د پاکستان ټوله لوبډله په لومړي بیټېنګ کې د ۱۲۱ منډو په جوړولو سوځېدلې وه. په ځواب کې یې د سري لنکا لوبډلې په ۱۷ اوورنو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او په پینځو وېکټو یې سیالي وګټله.

د اېشیا کپ سیالۍ د اګست پر ۲۷مه پیل شوې وې چې پکې د پاکستان او سري لنکا تر څنګ د افغانستان، هند، بنګلادېش او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو برخه واخیسته.