زېلېنسکې وايي له روسیو ځواکونو څخه یې زرګونه مربع کېلومیټره خاوره بېرته نیولې ده

د خارکیف سیمې په اېزیوم ښار کې تر بمبارۍ وروسته په پټیو کې کندې جوړې شوې دي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې پوځ یې د هېواد په شمال ختیځ کې له سلګونو ښارونو او قصبو (ښارګوټو) څخه روسي ځواکونه اېستلي او په خبره یې په ازادو کړو سیمو کې د ثبات ټینګښت کار روان دی.

زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۱۳مه شپې ناوخته په وینا کې وویل، اوکراین له روسیې څخه تر ۴،۰۰۰ مربع کېلومیټره زیاته سیمه بېرته نیولې ده چې اوس یې په بشپړ واک کې ده او په شاوخوا ۴،۰۰۰ مربع کېلومیټره نوره سیمه کې ثبات ټینګوي.

نوموړي تر دې یوه ورځ مخکې ویلي ول چې اوکراین د هېواد په شمال ختیځ کې په وروستیو ځوابي حملو کې ۶،۰۰۰ مربع کېلومیټره خاوره بیا نیولې ده چې پکې د اېزیوم، کوپیانسک او بلاکلیا ښارونه هم شامل دي.

مسکو پر دې رپورټونو برسېره اشاره ورکړې ده چې د سولې خبرو اترو ته نېږدې نه دي.

د روسي ولسمشر دفتر ټینګار کړی چې خپل پوځي اهداف به ترلاسه کوي.

روسیې ویلي دي چې اوکراین یې پر لومړۍ کرښې بریدونه کړي دي او اوکرایني سرتېري یې په نیول شویو سیمو کې له ملکي وګړو سره پر ناوړه چلند تورن کړي دي.