د اذربایجان او ارمنیا ترمینځ نښته کې د دواړو خواوو ۱۰۰ سرتېري وژل شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د سېپټېمبر ۱۲مې او ۱۳مې ترمینځ شپې مهال یې له ارمنیايي نسله ځواکونو سره په نښته کې ۵۰ سرتېري وژل شوي دي. ارمنیا د سېپټېمبر پر ۱۳مه وویل چې په نښته کې یې ۴۹ سرتېري وژل شوي دي. دا په ۲۰۲۰ز کال کې له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ سیمې پر سر د دواړو خواوو ترمینځ د یوې نیمې میاشتې تر جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده. دواړو لوریو پر یو بل د نښتې د پیلولو تور پورې کړی دی. روسیې ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمینځ یې اوربند کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اذربایجان له ولسمشر الهام عليېف او د ارمنیا له وزیراعظم نېکول پاشینیان سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. د هغه ویاند ویلي دي چې د سوله ییز حل لپاره یې پر دواړو هېوادونو فشار راوړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.