ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ازبکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له خپل چینايي سیال شي جېنپېنګ سره وګوري.
دواړه مشران د سېپټېمبر پر ۱۵مه په سمرقند کې پر داسې مهال ګوري چې پر اوکراین تر حملې وروسته نړیوالې ټولنې ولسمشر پوتین ګوښه کړی دی. هلته د بیجنګ او امریکا، اروپا، جاپان او هند ترمینځ په وروستیو کې د ټېکنالوژۍ، امنیت او د خاورې پر سر د لانجو له وجې ترینګلتیا پیدا شوې.
د روسیې پلاوي رسنیو ته په استولي مهالوېش کې ویلي چې ولسمشر پوتین او ولسمشر شي د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یوه "خورا مهمه" غونډه کې پر اوکراین او تایوان غږېږي.
دا د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له پیل راهیسې د شي لومړنی بهرنی سفر دی. چینايي ولسمشر د سېپټېمبر پر ۱۴مه په قازقستان کې له ولسمشر قاسم جومارت توقایېف سره ولیدل.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د سېپټېمبر پر ۱۵مه سمرقند ته ورسېد. نوموړی هلته د شانګهای همکاریو سازمان په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه پیل شوه، ګډون کوي.
رویټرز خبري اژانس وايي، شریف په سمرقند کې له ولسمشر پوتین سره لیدلي دي او د سرمشریزې په څنډو کې له نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه کوي.
په سرمشریزه کې د پاکستان، افغانستان او هند ترڅنګ د چین، روسیې، ایران او نورو یوشمېر هېوادونو حکومتي مشران ګډون کوي.