وږمه صدارتي جايزې ته نومول کېدو خوشاله کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونې د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه نوميالۍ سندرغاړې وږمه ده. د پاکستان حکومت په وروستيو کې اعلان وکړ چې نوموړې ته به د ۲۰۲۳ز د مارچ پر ۲۳مه صدارتي جايزه ورکوي. وږمه دې خبر خوشاله کړې ده او وايي چې دا انعام د خپلو پښتنو وروڼو خويندو په نوم کوي. په خپرونه کې د هغې د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.