سپینې ماڼۍ له اوکراین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې

د امریکا سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ پر داسې مهال د اوکراین لپاره د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو اضافي پوځي مرسته اعلان کړې ده چې امریکا د روسیې یرغل پر وړاندې د کییف د ځوابي حملو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې ولسمشر جو بایډن به د ولسمشریزې غوښتنې واک، چې له مخې یې هغه د امریکا له زېرمو څخه وسلې انتقالولای شي، وکاروي.

سپینې ماڼۍ په بیان کې ویلي دي چې په مرستو کې سامانونه، خدمات او روزنه شامله ده. په بیان کې په دې اړه تفصیل نه شته چې واشنګټن به کییف ته کوم ډول وسلې ورکړي. خو رویټرز اژانس د سرچینو په حواله ویلي دي چې طمع ده چې په مرستو کې به د هېمارز په نوم د راکټي توپخانې په ګډون وسلې شاملې وي.

واشنګټن پر اوکراین د روسیې له حملې راهیسې کییف د شاوخوا ۱۵.۱ اربه ډالرو امنیتي مرستې لېږدولې دي.