پاکستان: د پيناډالو کمېدل، د اندېښني وړ خبره ده او کنه؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پاکستان کې یو شمېر رسنیو ویلي دي چې په هغه هېواد کې د پیناډال په نوم دوا کمه شوې ده. اېکسپرېس ټرېبیون، ډان او یوشمېر نورو ورځپاڼو او ټېلېوېژنونو ویلي دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د پیناډال دوا کمښت پیدا شوی دی چې له وجې یې ناروغان له مشکلاتو سره مخامخ دي. رسنۍ وايي، شرکتونو د دوا بیه زیاتول غوښتل خو حکومت یې اجازه ور نه کړه نو ځکه یې جوړول ودرول. پیناډال د پړسوب یا سوزش ضد دوا ده چې د درد، تبې او زکام پر وخت کارېږي او بې نسخې خرڅېږي. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا ټولنې مشره ډاکتره صایمه عابد وايي، د پیناډال کمښت د اندېښنې وړ نه دی ځکه چې متبادلې دواګانې شته.