د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۲۱مه ويلي، د ملګرو ملتونو ځانګړی عدالت دې روسیې ته پر اوکراین د یرغل له امله سزا ورکړي.
نوموړي دا غوښتنه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په يوې وېډيويي وينا کې له هغه څو ساعته وروسته کړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډڼ مسکو تورن کړ چې په خبره يې، د ظالمانه او غیر ضروري جنګ په کولو یې د ملګرو ملتونو د منشور د مهمو اصولو بېشرمانه سرغړونه کړې ده.
ولسمشر زېلېنسکي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې روسیه بايد په غير قانوني توګه د اوکراین د خاورې د نيولو او د زرګونه خلکو د وژلو لپاره سزا شي.
د نوموړي تر خبرو څو ساعته وړاندې د روسيې ولسمشر وولوديمیر پوتين د احتیاطي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د هغې په ترڅ کې د اټومي وسلې کارولو دړکه ورکړه.
بلخوا ولسمشر بایډن ویلي چې د روسيې يرغل د يوه هېواد او يا هم رياست په توګه د اوکراین د موجودګۍ حق له منځه وړي.