افغانستان کې مارغان ساتل د پېړيو زوړ دود دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د مارغانو ساتلو شوقیان وايي د پېړیو راهیسې خلک دغه شوق پالي. دوی وايي چې د نسلونو راهیسې خلک د ساعتېري لپاره مارغان ساتي او فکر نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به پر دې بندیز ولګوي. طالبانو لا تر اوسه د مارغانو ساتلو پر شوق د بنديز خبره نه ده کړې. نور تفصيل د اسوشيېټېډ پریس اژانس په ویډيويي راپور کې وګورئ