یو ناحکومتي سازمان وايي، ۵۵ افغان سیکان او هندوان د سېپټېمبر پر ۲۵مه په یوه ځانګړې الوتکه کې له کابله د هند پلازمېنې نوي ډلي ته ورسېدل.
د هندوانو او سیکانو د مرستندویه سازمان انډیین ورلډ فورم مشر پونیت سېنګ چندوک د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، له دې سره اوس ۴۳ افغان سیکان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي چې د هند ویزې لري او په راتلونکې کې به له هېواده وځي.
دا هم وګورئ: هند په کابل کې بند پاتې هندیان او ځیني افغان سیکان وویستلد هند حکومت تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه هندوان او سیکان له هېواده اېستلي دي.
د روان ۲۰۲۲ز کال په مې کې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې تر برید وروسته په افغانستان کې د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې خو د طالبانو حکومت وايي، د مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو وګړو د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او زیاتوي چې د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.