دوبۍ کې د بې وزله خلکو لپاره د وړیا ډوډۍ مشینونه لګېدلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په متحده عربي اماراتو کې هم په وروستیو میاشتو کې ګراني زیاته شوې او ځینې بې وزله خلک د خوړو اخیستو وس نه لري. دې ته په کتو په دوبۍ کې چارواکو د بې وزله خلکو لپاره د وړیا ډوډۍ مشینونه لګولي دي. هغه مشینونه ډوډۍ پخوي او اړمن خلک یې ورڅخه اخلي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.