قبله ایاز: د تعلیم په اړه د شېر محمد عباس ستانکزي نظر سم دی

افغان ښځې او نجونه په کابل کې د تعليم وزارت ودانۍ مخې ته د زده کړو حق ترلاسه کولو لپاره احتجاج کوي - عکس د ۲۰۲۲ز د جون ۲۶مې دی.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا یا کونسل مشر قبله ایاز وايي، د تعلیم په اړه د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي نظر د تایید وړ دی.

نوموړي د سېپټمېبر پر ۲۸مه په کراچۍ کې وویل، "ګټور تعلیم فرض" دی او علما يې "عبادت" ګڼي.

دا تر هغې وروسته ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سېپټېمبر پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، "تعلیم پر نر او ښځه فرض دی" او په دې برخه کې مخالفت "شرعي دلیل نه لري."

خو په هم هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي د ستانکزي نظر رد کړ.

هغه د تعلیم فرضېدو دلیل په ځواب کې وویل چې "عصري علم" فرض نه بلکې "مباح" دی او زیاته یې کړه چې کله د مباح او د امیر د حکم ترمینځ ټکر وي نو د امیر حکم "واجب" ګرځي.

د ۲۰۲۱ز په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته طالبان نجونې نه پرېږدي چې تر شپږم ټولګې پورته زده کړې وکړي. نړیوالو په بيا بيا له طالبانو غوښتي دي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي خو هغوی وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون تګلاره ټاکي.