اسلام اباد های کورټ د عمران خان خلاف د عدالت سپکاوي مقدمه ختمه کړه

عمران خان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد های کورټ کې د بښنې حلف نامه جمع کړې وه. پخوانی انځور

د پاکستان اسلام اباد های کورټ ښځينه ججې ته د دړکې ورکولو په لړ کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان پرضد د توهين عدالت جوړه شوې قضيه ختمه کړې ده.

عدالت نن (اکتوبر درېیمه) د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کې د قضیې اورېدنه په داسې حال کې وکړه چې پخوانی وزیراعظم عمران خان هم حاضر وو.

جسټس اطهر من الله پر دې موقع وويل چې دوی د عمران خان له چلنده مطمين دي او د عدالت پینځه واړه قاضيان په متفقه توګه د هغه خلاف د عدالت د سپکاوي قضيه ختموي. هغه زیاته کړه چې د عدالت سپکاوی شوی وو خو د عمران خان رويې ته په کتو سره دوی دا قضيه ختموي.

د پینځو قاضيانو جرګګۍ له اطهر من الله، محسن اختر کیاني، ميا ګل حسن اورنګزېب، طارق محمود جهانګيري او بابر ستار څخه جوړو وه.

د اورېدنې پر مهال د پاکستان لوی څارنوال عامر رحمان عدالت ته وويل چې عمران خان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه کومه حلف نامه جمع کړې وه په هغې کې يې غېر مشروطه بښنه نه ده غوښتې. خو اطهر من الله په ځواب کې وويل چې د عمران خان له رويې څخه ښکاري چې هغه بښنه غوښتې ده.

عمران خان د اکتوبر لومړۍ په حلف نامه کې ليکلي ول چې هغه اوس پوهېدلی دی چې پر ښځينه ججې د نيوکې پر مهال تر "سرې کرښې اوښتی" وو او له هغې څخه بښنې اخيستو ته تیار دی.

پر عمران خان تور وو چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

شهباز ګيل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

خو تر څه مودې پورې په بند کې تر ساتلو پس عدالت شهباز ګل په ضمانت خوشی کړ.

ښځينه چچې د دړکې ورکولو وروسته اسلام اباد های کورټ عمران خان ته د عدالت سپکاوي شوکاز نوټس ورکړ. د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه د اورېدنې پر مهال عمران خان اسلام اباد های کورټ ته ويلي ول چې له ښځينه ججې څخه د بښنې غوښتلو ته تیار دی. تر دې ډاډ پس عدالت مقدمه د اکتوبر تر درېيمې نيټې پورې وځنډوله.

له دې اته ورځې وروسته عمران خان د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه په اسلام اباد کې د زېبا چوهدرۍ عدالت ته حاضر شو خو هغه په خپل دفتر کې نه وه. پر دې موقع عمران خان عملې ته وويل چې زېبا چودرۍ ته وواياست چې هغه (عمران خان) له دې څخه د بښنې غوښتلو ته راغلی وو.