د بلوچستان کرونده ګر وايي، د روان کال سېلابونو یې له وچکالۍ ورپاته شوی لږ زراعت هم له منځه وړی دی.
دوی وايي کرنه یې د امدن یوازېنۍ وسیله وه او که حکومت ورسره مرستې ونکړې نو په صوبه کې به مالي او د خوراک بحران رامينځ ته شي.
د بلوچستان د ګرونده ګرو اتحادیې مرکزي جنرل سېکرټري عبدالرحمان بازي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې خپلې غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې دي.
ده وویل، وزیراعلا ډاډ ورکړی دی چې صوبايي حکومت به هم خپل وس ورسره کوي او هم به وفاقي حکومت ته ورسره ځي.
عبدالرحمان بازي وزیراعلا ته له وړاندې کړيو غوښتنو څخه لومړۍ درې داسې بیان کړې: "زموږ لومړۍ غوښتنه دا وه چې په بلوچستان کې ۲۹،۶۶۰ ټیوبوېلان دي، د دې بلونه دې تر یوه کاله معاف کړل شي. د بلوچستان پر کرونده ګرو درې اربه روپۍ زراعتي پورونه دي چې اوس له سود سره پينځه اربه ته رسېدلې دي، دا دې معاف شي او درېیمه غوښتنه مو دا وه چې د سېلاب له کبله د متاثره شویو مځکو د بیا رغولو لپاره دې هر کرونده ګر ته ۲۵۰ د ټرېکټر او ۵۰۰ د بېلډوزر ګنټې ورکړل شي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
عبدالرحمان بازي زياته کړه چې د دوی په غوښتنو کې د پاتې نورو پرتله دا هم ډېره مهمه ده چې کرونده ګرو ته تخمونه، سرې او نور ټول اړوند وسایل پر وخت او په ډېره ارزانه بیه ورکړل شي.
د کرونده ګرو پلاوي چې کله له اعلا وزیر سره لیده کاته کول نو هلته د زراعت صوبايي وزیر اسدالله بلوڅ هم ناست وو.
نوموړي کرونده ګرو ته د اوښتي تاوان او د هغوی د غوښتنو په اړه مشال راډيو ته وويل چې بلوچستان د مځکې له پلوه نېږدې نیم پاکستان جوړوي نو ځکه د ده په وینا باران او سېلاب تر ټولو زیات د همدې صوبې کرونده ګر ځپلي دي.
اسدالله بلوڅ وويل: "موږ چې کومه اندازه لګولې ده نو په بلوچستان کې سېلاب نېږدې ۵۰ لاکه اېکړه مځکه تباه کړې ده. د دې تر څنګ په دې موسم کې ولاړ ټول فصلونه له مينځه تللي دي چې د مجموعي اندازې له مخه ټول تاوان ۲۴۴ اربه روپۍ دی. د دې زیان په ازاله کې څه په صوبايي او څه په وفاقي حکومت پورې تړلې دي."
دا هم وګورئ:
ګوتېرېش وايي ژوند کې یې دومره لوی سېلابونه نه ول لیدليپاکستان وايي د سېلابونو له وجې نړیوالو مرستو ته اړتیا لريد ملګرو ملتونو عمومي مشر: پاکستان نه یوازې په سېلابونو بلکې قرضونو کې هم ډوبیږیشهباز شريف: د پاکستان ولس د ماحولياتي بدلون له کبله د اوښتي زيان ذمه وار نه دید بلوچستان حکومت وايي له سېلاب ځپلو سره د مناسبو مرستو توان نه لرياسدالله بلوڅ زياته کړه چې د بلوچستان حکومت به د سېلاب ځپلو مځکو بيارغولو لپاره کرونده ګرو ته د ټرېکټر ۱۰ لاکه ساعتونه او د ۱۵ اربه روپیو تخمونه او سرې ورکوي. "وفاقي حکومت ته مو ویلي چې پخوانۍ زرعي قرضي معاف کړي، نورې بې له سوده راکړي. د ټیوب وېلونو د بجلۍ بلونه معاف کړي. ۱۰ زره ټرېکټرونه دې په ارزانه بيه راکړي او ۲۰۰ بېلډوزرو ته ضرورت لرو.که دا هر څه راکړل شي نو د محرومۍ احساس به کم شي."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت وايي، وار له مخه خراب اقتصاد ته یې د سېلاب له کبله شاوخوا ۳۰ اربه ډالره زیان رسېدلی دی.
په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال له جون میاشتې راهيسې د زیات باران له کبله بې ساري سېلابونو د مالي زیان تر څنګ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان وژلي او تر ۳۳ ميليونه زيات يې اغېزمن کړي دي.