اختر شاه وايي تل يې معنا لرونکي شعرونه سندره کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د بټخېلې يو سندرغاړی اختر شاه دی. دی وايي، له دې باوجود چې کورنۍ یې دیني وه او د هنر مخالفه وه، خپل شوق سندرو ويلو ته اړ کړ. اختر شاه په يوه سرکاري محکمه کې نوکر دی خو زياتوي چې تنخا يې دومره نه ده چې د سندرو جوړولو لپاره ترې پيسې بېلې کړي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.