د پاکستان کرکټ لوبډلې د درې هیوادونو ترمنځ په روانه اتلولي کې نیوزي لېنډ ته په شپږو وکټونو ماته ورکړه.
د اتلولۍ په دې دویمه لوبه کې نیوزي لېنډ پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بېټینګ کولو پرېکړه وکړه.
دوی په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سر ۱۴۷ منډې وکړې. په دې کې ډېوون کانوای ۳۶ او مارک چمپمېن ۳۲ منډې وکړې.
د پاکستان له خوا حارث روف درې، محمد وسیم، محمد نواز دوه دوه او شاه نواز دهاني یو لوبغاړی اوټ کړ.
پاکستانۍ لوبډلې د ۱۴۸ منډو هدف د څلور لوبغاړو په سر په داسې حال کې پوره کړ چې ۱۰ بالونه لا پاتې وو.
د پاکستان له خوا کپتان بابر اعظم ۷۹ او شاداب خان ۳۴ منډې جوړې کړې. د لوبې غوره لوبغاړی بابر اعظم وګرځول شو.
په دې درې هیوادنۍ اتلولي کې پاکستان، کوربه نیوزي لېنډ او بنګله دېش برخه اخلي چې تر منځ به یې ټولې اووه لوبې ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې د اتلولۍ د پای لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه ترسره شي.