هند افغانستان ته د روغتیایي مرستو د ۱۳مې جوپې ته د لېږلو خبر ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نن (د اکتوبر پر ۱۱مه) په یوه بیان کې وویل، په دې نویو مرستو کې درمل، د جراحۍ وسایل او د ډاکټرانو او روغتیاپالانو د اړتیا وړ وسایل شامل دي.
د هند بهرنيو چارو وزارت وياند اريندام باګچي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دا مرستې نن په کابل کې د ماشومانو اندرا ګاندي روغتون ته وسپارل شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزرات پر خپله وېبپاڼه ليکي چې له افغانستان سره یې تر اوسه ۴۵ ټنه د اړتیا وړ روغتیايي مواد او وسایلو مرسته کړې چې د کوویډ-۱۹ ضد پينځه لکه ډوزه واکسین هم پکې شامل دي.
وزارت زياتوي، پر دې سربېره هند له افغان ولس سره د۴۰ زره مېټرک ټنه غنمو مرسته هم کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داسې انګېرل کېده چې په سیمه کې د افغانستان یو لوی ملاتړی هند به ښايي خپلې مرستې را کمې کړي. خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي ویلي چې هېواد یې له افغانانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.