ملګري ملتونه: سېلاب ځپلو سیمو کې ناروغۍ بحران زېږولای شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د جون له نيمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو ۱،۷۰۰ کسان وژلي خو ملګرو ملتونو ويلي چې له ولاړو اوبو پيدا شويو ناروغيو مرګونه به تر دې لا ډېر وي. سېلابونو تر ټولو دېر نقصان په سيند صوبه کې اړولی. هلته په زرګونو کورنۍ کډوالې شوې چې په کیمپونو کې دېره دي. خو خلک وايي ډنډونو، د خوارکي موادو کمښت او د پوره دواګانو نه شتون، په کیمپونو کې د اوسېدونکو ژوند ته خطر پېښ کړی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.