په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر یوشمېر طالب چارواکو د امریکايي ویزو بندیز غندلی دی.
وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه ماښام مهال په یو بیان کې ویلي دي چې د واشنګټن پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو "ښه کولو" مخې ته خنډ دروي.
د طالبانو حکومت دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په وینا کې د طالبانو د سختو تګلارو او پر نجونو او ښځو د محدودیتونو ذکر وکړ او و یې ویل چې له همدې کبله پر یوشمېر طالب چارواکو د امریکايي ویزو بندیزونه لګوي.
بلېنکن په خپلو خبرو کې له نورو هېوادونو څخه هم د ورته اقداماتو هیله کړې وه.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له واکمنېدو راهیسې پر ښځو یو لړ محدودیتونه لګولي دي او تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي دي. خو حکومت یې وايي چې د نجونو تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.