پولیس وايي سوات کې یو وکيل وژل شوی دی

پولیس وايي، وسلوالو وکیل سلیم خان د سوات په کبل کې وویشت - د سوات یوې برخې پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا پولیس وايي، "نامعلولو وسلوالو" په سوات کې يو وکيل وژلی دی.

د سوات مرستيال پوليس مشر اېس اېس پي ارشد خان د اکتوبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې مازيګر مهال وسلوالو د کبل په هزاره سيمه کې سليم خان وويشت.

دا هم وګورئ: په سوات کې د ښوونځي ډرايور تر وژنې وروسته د شخصي سکولونو ټولنې احتجاج وکړ

نوموړی زیاتوي چې سليم خان کورنۍ دښمني درلوده او تر دې وړاندې هم د هغه د کورنۍ دوه غړي وژل شوي ول.

پوليس وايي د قتل مقدمه يې درج کړې او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

بلخوا د کبل وکيلانو اتحاديې مشر سردار خان مشال راډيو ته ويلي چې د سليم خان د وژنې پرضد د اکتوبر پر ۲۰مه په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وکيلانو کاربنديز دی.

نوموړي زياته کړه چي سليم خان له بل چا سره دښمني درلوده خو د هغه په وينا، پوليس بايد د هغه په وژنه کې ککړ کسان ونيسي.